جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان د یوناما اداره غیر منصفانه بولې

طالبان د یوناما اداره غیر منصفانه بولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما) په تېر میلادي کال کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي چې په دغه کال کې تر لسو زرو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ٣٤٢٦ تنه په کې وژل شوي او ٧٠٠٢ نور ټپيان دي. سرچينې زياته کړې چې د دې ملکي تلفاتو د ٦٥ سلنې مسووليت د دولت د وسله والو مخالفينو طالبانو، داعش او نورو ډلو پرغاړه دى،٢٠ سلنه د دولت، نړيوالو او دولت پلوه ځواکونو او پاتې نور يې د دواړو لوريو مسووليت دى. خو د وسله والو طالبانو له په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، له دومره ښکاره جنایاتو سره سره بیا هم په ټول کال کې امریکایانو ته د ۲ سلنې او کورنیو عسکرو ته د ۱۳ سلنې ملکي تلفاتو مسوولیت راجع کول په ډاګه کوي چې یوناما په ښکاره ډول د تېر په څېر د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او د امریکايي او افغان ځواکونو پلوي کوي. د وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ملګرو ملتونو تر عنوان لاندې دغه راز غیر منصفانه محاسبه د تأسف وړ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: