یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وایي افغان حکومت بې واکه دی خبرې ورسره نه کوو

طالبان وایي افغان حکومت بې واکه دی خبرې ورسره نه کوو

طالبان وایي، افغان حکومت اختیار نه لري او څو چې بهرنیان په افغانستان کې وي دوی خبرو ته چمتو نه دي. د طالبانو لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ادارې بیا اوازې خپرې کړې، چې ډېر ژر به له اسلامي امارت سره خبرې پیل شي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دوی وړاندې تر دې هم په وار وار خپل دریځ روښانه کړی دی، چې تر څو پورې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوی له هیڅ لورې سره خبرو ته چمتو نه دي. خبرپاڼه کاږي، د کابل اداره په دې ډول څرګندونو غواړي اذهان مغشوش کړي. خبرپاڼه کې یو ځل بیا ټینګار شوی دی، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د افغان حکومت په څېر له بې اختاره لورې سره په هیڅ صورت خبرې نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې شورا دوه ورځې وړاندې وویل، چې په لنډ راتلونکې کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *