یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وایي د جده کنفرانس ورته کنفراسونه یې د جګړې پر لیکو کوم اغېز نه لري

طالبان وایي د جده کنفرانس ورته کنفراسونه یې د جګړې پر لیکو کوم اغېز نه لري

طالبان وایي د جده کنفرانس ورته کنفراسونه یې د جګړې پر لیکو کوم اغېز نه لري. وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په جده کې د دیني علماوو جوړ شوی کنفرانس فرمایشي و او ټول ګډون کوونکي عالمان یې حکومتي مامورین وو. ددوی په وینا دغه ډول کنفرانسونه یې د جګړو پر لیکو کوم اغېز نه کوي ځکه دوی پوهېږي چې دا هر څه دسیسه ده. طالبان امریکا په افغانستان کې ماته بولي او وایي چې امریکا د خپلې ماتې د پټولو لپاره دغه ډول هڅې پیل کړې دي. دوی پر سعودي عربستان هم غږ کړی چې ددغه ډول کنفرانسونو د جوړولو پر ځای دې د امریکا په ایستلو کې له دوی سره مرسته وکړي. طالبانو پر جګړه ټینګار کړی دی او وايي تر هغه به جګړه کوي چې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ختم شي او دغه هېواد له افغانستان پښې سپکې کړي. ددیني علماوو نړیوال کنفرانس په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د افغانستان جګړه دیني اړخ نه لري او ددې وخت دی چې د بې ګناه انسانانو د قتل دغه جګړه نوره پای ته ورسول شي. دوی پر سوله ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *