سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وایي ټرمپ ثابته کړه چې دافغان سولې واک د امریکایانو سره دي

طالبان وایي ټرمپ ثابته کړه چې دافغان سولې واک د امریکایانو سره دي

طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل اصلي جګړه مار موقف روښانه کړ او له طالبانو سره یې د خبرو پر ځای پوځي لاره غوره کړه. په اعلامیه کې راغلي، د جګړې او سولې اصلي اختیار د کابل له ادارې سره نه، بلکې له امریکایي اشغالګرو سره دی. هغوی ویلي دا چې ټرمپ او ملګرو یې سوله مردوده وبللـه، د جګړې او د خونریزۍ د دوام ټول مسؤلیت هم د دوی په غاړه دی، ځکه چې هم یې په خپل یرغل سره د روانې جګړې اور بل کړئ او هم د تفاهم او سولې احتمالات نفی کوي. دا په داسې حال کې ده چې ملي یووالي حکومت هم د طالبانو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې وسله والو ته ښه فرصت په لاس ورغلی وو، څو ترې په ګټه اخیستنې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني، خو اوس یې دا فرصت له لاسه ورکړی او باید د جنګ په ډګر کې وځپل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *