دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان: په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ګډون نه کوو

طالبان: په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ګډون نه کوو

طالبان وایي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ګډون ونه کړي. دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر اشرف غني هغه غوښتنه رد کړه، چې پرون یې له دې ډلې غوښتنه کړې وه، چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې دې ګډون وکړي. طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې دوی به تر هغو پورې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، څو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي. په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، چې د ټاکنو پاېلې به د خلکو د رایو پر بنسټ نه وي او له ولسونو یې هم غوښتي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *