شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / طالبان: یو وار بیا د امریکایي چارواکو سره ګورو

طالبان: یو وار بیا د امریکایي چارواکو سره ګورو

طالبانو له امریکا سره د تېرې میاشتې تر خبرو وروسته ویلي، چې په راتلونکي سپټامبر میاشت کې به یو ځل بیا په دوحه کې د متحده ایالاتو له چارواکو سره بله ناسته او خبرې اترې ولري. د تېرې یکشنبې په ورځ بریتانوۍ ورځپاڼې د طالبانو د کوټې شورا له یو لوړ پوړي غړي سره مرکه کړې ده او ویلي یې دي، چې د دوی استازو له امریکا سره ګټورې خبرې کړې دي او دا لړۍ به تر یوه وخته پورې دوام وکړي. هغه زیاته کړې، چې دوی به په دې ناسته کې پر ډېرو مهمو مسایلو بحث وکړي خو دا چې دا مسایل کوم دي په اړه یې جزیات نه دي ورکول شوي. هغه یادې ورځپاڼې ته ویلي چې له امریکا سره به راتلونکې خبرې یو بریالیتوب او د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ وي. دغه راز ګارډین ورځپاڼې بیا د یو طالب مشر له خولې لیکلي چې دوی د روسیې له یو شمېر ډیپلوماټانو سره دا معلومات شریک کړي چې امریکا له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغانستانه وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *