د افغانستان د ټاکنو کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، د ډيری انتخاباتي مرکزونو کارمندانی له خپلو کارونو تښتېدلي او ځينې نور بيا په مرکزونو کې د تخنيکي ستونزو له کبله نه دي ورغلي.
د صياد په وينا، د ولايتونو په مرکزونو او ځينو محلي سيمو کې د امنیتي ګواښونو له کبله انتخاباتي کارکوونکو خپل کارونه پريښي او په خپل وخت نه دي حاضر شوي.
نوموړی وايي، د انتخاباتي کارمندانو ډیری يې مکتبونو ښوونکي دي چې د دغه کار لپاره نيول شوي و.
په عين حال کې د هېواد له بيلابيلو سيمو څخه راپورونه ورکول شوي چې انتخاباتي مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي او ډيری نور بيا د طالبانو د بريدونو له ويرې نه دي پرانيستل شوي.
د څو ساعتونو په تېرېدو لا هم د کابل په ګډون په یو شمير ولايتونو کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي چې د ټاکنو کمېسيون مسوولين يې لامل تخنیکي ستونزې او امنيتي ګواښونه بولي.
صياد په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په ټاکنو کې د ستونزو له کبله بخښنه غواړي زياته يې کړه چې ډير ژر به يادو ستونزو ته رسېدګي وشي.
له بله پلوه د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په مديريت کې پاتې راغلی زياتوي چې لا هم د کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې ټاکنيز مرکزونه غير فعال دي، د بايوميټريک دستګاوې نشته او په ځينو سيمو دغه دستګاوې کار نه کوي.
نن له دوو ولايتونو کندهار- او غزني پرته په افغانستان کې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې پيل شوي چې تر اوسه له بيلابيلو سيمو د ټاکنو له مرکزونو څخه د بريدونو او چاودنو راپورونه ورکول شوي دي.
طالبانو دغه ټاکنې د امریکا جعلي پروسه بللې او له خلکو يې غوښتي چې ګډون پکې ونه کړي.
دغه راز طالبانو د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ټاکنيزو مرکزونو د بريدونو او چاودنو راپورونه ورکړي دي.
يوه اوونۍ مخکې طالبانو خپلو پلويانو ته امر وکړ چې په خپل ټول توان د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي.