پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عبدالله د خبرپاڼې په خپرولو د عطا محمد نور بې کچې ستاینه کړې ده

عبدالله د خبرپاڼې په خپرولو د عطا محمد نور بې کچې ستاینه کړې ده

ډاکټر عبدالله د عطا محمد نور ستاینې ته زور ورکړی دی. د اجرایه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې لیکل شوي، چې عطا محمد نور یو پياوړی مدیر و او بلخ ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي. دده په خبره د عطا محمد نور تر مشرۍ او مدیریت لاندې بلخ بې ساري پرمختګ کړی دی او امنیت یې تر ټولو ولایتونو قوي او ښه دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې عطا محمد نور یو پیاوړی شخصیت دی او په راتلونکو سیاسي کارونو کې یې بریا ورته غوښتې ده. خبرپاڼې د عطا محمد نور او ارګ تر منځ د کړکېچ د سوله ییز حل هر کلی هم کړی دی. عبدالله عبدالله د عطا محمد نور تر ډېرې ستاینې وروسته، ویلي چې د بلخ نوي والي ته بریا غواړي او د بلخ له اوسېدونکو یې غوښتي چې له نوي والي سره د چارو په ښه ترسره کولو کې همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: