سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / عبدالله د پاکستان له ولسمشر سره پر سوله او اوربند خبرې کړې

عبدالله د پاکستان له ولسمشر سره پر سوله او اوربند خبرې کړې

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره د سولې پر پروسې او اوربند خبرې وکړې. اجرایه ریاست وايي، دا لیدنه نن دتاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې وشوه. سرچینه وایي، چې په یاده لیدنه کې دواړو مشرانو دافغانستان او پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، دغه راز پر سولې پروسې او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې هم خبرې وکړې. د پاکستان ولسمشر د اختر په ورځو کې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند نوښت وستایه او دا یې د سولې لپاره ښه اقدام وباله. ممنون حسین وویل، چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د افغانستان اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پاکستان څخه وغوښتل، چې هغوی دې پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ورته اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: