جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / عبدالله عبدالله: د امریکايي او طالب چارواکو لیدنه د افغان سولې په موخه ده

عبدالله عبدالله: د امریکايي او طالب چارواکو لیدنه د افغان سولې په موخه ده

اجرایه رییس وایي د امریکايي او طالب استازو د لیدنې اصلي موضوع د افغانستان سوله ده. دده په خبره خلکو ته د امریکايي او طالب پلاوي دلیدنې موضوع اندېښنې پیدا کړې، خو دا مسئله د اندېښنې وړ نه ده، له ټول روان بهیر افغان حکومت خبر دی او له ټولو خواوو سره په اړیکه کې دی. دده په وینا د امریکا موخه له دې لیدنو یوازې او یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابرول دي. هغه وویل د سولې د خبرو مشري او ملکیت به د افغان حکومت په لاس کې وي او په دې برخه کې بهرني متحدین یوازې همکاري کوي. د عبدالله عبدالله په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ دغه ډول لیدنې لومړنۍ نه دي بلکې تر دې وړاندې هم ورته خبرې او بحثونه شوي دي. ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز په جوزجان کې د تسلیم شوو داعشیانو په اړه وویل، چې له دوی سره به قانوني چلند کېږي. دده په خبره دا چې یو څوک حکومت ته تسلیم شي په دې مانا نه ده، چې ددوی له قانونوي سرغړونو به حکومت تېرېږي. هغه ټینګار کړی چې په دې موضوع کې به د خلکو شکایتونو ته جدي پاملرنه کېږي. اجرایه رییس د وزیرانو په نننۍ غونډې کې همدا راز پر شفافو ټاکنو ټینګار وکړ او په خبره یې د خلکو غوښتنه دا ده، چې د ولسمشرۍ، ولایتي شورا او ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت په شفافه توګه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *