جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / عراقه کې د افغانستان د سفارت وداني اور اخستی

عراقه کې د افغانستان د سفارت وداني اور اخستی

د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ مازدیګر مهال په بغداد ښار کې د افغانستان سفارت اور اخیستی دی. عراقي امنیتي سرچینو رسنیو ته دغه راپور تایید کړی دی. سرچینې وایي چې اورلګېدنه په سفارت کې د سونتوکو د موجودیت او همدا راز په دغه سفارت کې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی. عراقي امنیتي سرچینې وایي دوی له کمې مودې وروسته په دې بریالي شول چې په سفارت کې لګېدلی اور کابو کړي. دا چې په دې پېښه کې سفارت څومره زیانمن شوی په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *