شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / عراق کې پنځلس ښځې په اعدام محکومې شوې دې

عراق کې پنځلس ښځې په اعدام محکومې شوې دې

په عراق کې یوې محکمې ۱۵ تورک (ترک) ښځې له داعش یا اسلامي دولت وسله والو سختدریځې ډلې سره د همکارۍ او په دې ډله کې د غړیتوب په تور په اعدام محکومې کړې.

محکمې ویلي چې ورته ثابته شوې چې دغو ښځو د داعش له غړیو سره ودونه کړي وو او هغو ته یې لوژیستیکي مرستې برابرولې.

محکمې دا هم ویلي چې محکوم شویو ښځو د داعش له جګړه مارو سره په حملو کې هم مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنۍ ښځې د داعش له غړیو سره د همکارۍ په تور په اعدام یا عمر قید محکومې شوې دي.

د عراق د حکومت پر ضد د داعش په جګړه کې د عراق امنیتي ځواکونو په سلګونو بهرنۍ ښځې، چې د داعشیانو د خدمت لپاره دغه هیواد ته ورغلې وې، نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: