د عراق په انبار ولایت کې نن یو موټر بم برید لږ تر لږه ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د انبار والي وایي، دا برید د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ پر پوسته شوی دی. په وژل شویو او ټپیانو کې امنیتي افراد او ملکي وګړي شامل دي. تر اوسه کومې ډلې د عراق د ننني موټربم برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. عراقي ځواکونو په تېره ډسمبر میاشت کې په انبار ولایت کې داعش ډله وځپله، خو له هغې راهیسي په دې ولایت کې ځانمرګي او هدفي وژنې کوي.