چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / عطاء محمد نور خبرداری ورکړی، افغان ځواکونه به دوه ټوټې شي

عطاء محمد نور خبرداری ورکړی، افغان ځواکونه به دوه ټوټې شي

د بلخ لرې کړل شوي والي عطاء محمد نور خبرداری ورکړی، که چیرې ولسمشرۍ ماڼۍ دده پر وړاندې له پوځي غوراوي کار واخلی؛ نو افغان ځواکونه به دوه ټوټې شي.
عطاء محمد نور خپلو پلویانو ته په تازه خبرو کې ویلي؛ حکومت هڅه کوي، چې پوځي غوراوی وکاروي؛ خو دا هڅه کومې پایلې ته نه شي رسیدای.
نوموړی زیاتوي، اوس هم د کړکیچونو د حل لپاره له حکومت سره د جمعیت خبرې روانې دي.
د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور وایي، که ارګ زمونږ په وړاندې له پوځي غوراوي کار واخلي او یا هڅه وکړي؛ د خیرخانې له کوتله به راوړاندې نشي.      
نور ټينګار کوي، چې د ده په وړاندې هر ډول زور او فشار به ملي اردو دوه  ټوټې کړي او دا به پر روان وضعیت بد اغېز وکړي؛ ځکه دا پوځیان زمونږ خپل دي او هیڅکله به زمونږ پر وړاندې ونه دریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *