چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / عطامحمد نور:جنرال رازق په نظام کې دننه د یو توطعې په پایله کې وژل شوی دی

عطامحمد نور:جنرال رازق په نظام کې دننه د یو توطعې په پایله کې وژل شوی دی

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د کندهار امنیه قوماندان د جنرال عبدالرازق د وژنې په اړه غبرګون وښود.

نوموړی د یو بیان په خپرولوسره ویلي، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې او په یوه مصوونه ځای کې یې پر جنرال عبدالزاق برید دا په ډاګه کوي چې نوموړی د خپلو حریفانو او د نظام په دننه کې د جګپوړو چارواکو د توطعې په پایله کې یې وژل شوی دی.

په افغانستان کې وسله والو طالبانو د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د ابو دوجانا په نوم د طالبانو نفوذي کس د کندهار ولایت په مقام کې یې د غونډې پر مهال پر جنرال عبدالرازق برید کړی.

د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شوي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې د پيښې په ترڅ کې دوه امریکایان ټپیان شوي خو د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

په همدې حال کې راپورونه وایي چې د برید په ترڅ کې د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار ملي امنیت رئیس عبدالمومین حسین خېل او د میوند د ۴۰۴ زون قوماندان عبدالنبي هم وژل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: