یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عطامحمد نور په بلخ کې د خپلې خوښې والې غواړی

عطامحمد نور په بلخ کې د خپلې خوښې والې غواړی

سرچینې وايي عطا محمد نور او ارګ هوکړې ته سره رسېدلي دي. پژواک خبري اژانس ته باوري سرچینې ویلي، چې تر دوو ورځنیو خبرو وروسته د بلخ لرې کړل شوی والي عطا محمد نور له ارګ سره هوکړې ته رسېدلی دی. د سرچینې په وینا دواړو لورو هوکړه کړې، چې عطا محمد نور به د بلخ له ولایت لرې کېږي خو پر ځای به یې نوی ټاکل کېدونکی والي د نور په خوښه وي. عطا محمد نور له نږدې درېیو میاشتو راهیسې د بلخ له ولایته لرې کړل شوی دی خو هغه لا هم خپلې دندې ته په غیر قانوني توګه ادامه ورکوي. نوموړی له دندې د لرې کېدو په بدل کې له حکومت امتیازونه غواړي چې د سرچینو په وینا ددې امتیازونو کچه خورا لوړه ده. هغه ځان د جمعیت ګوند استازی بولي او ددغه ګوند لپاره د نیمايي حکومت د ورکړې خبره هم کوي او وايي ولسمشر دې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر هوکړې عمل وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: