یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / اقتصاد / علي بابا له خپل شرکت څخه استعفا کوي

علي بابا له خپل شرکت څخه استعفا کوي

د نيويارک ټایمز د راپور له مخې د چین یو تر ټولو شتمن کس جک ما غواړي د دوشنبې په ورځ د خپل ستر شرکت علي بابا له مشرۍ استعفا وکړي. ورځپاڼې ویلي چې هغه به د علي بابا د رهبرۍ پلاوي غړی پاتې شي، خو په بشرپالنه او پوهنه به تمرکز وکړي. ما د علي بابا شرکت بنسټ په ۱۹۹۹ کال کې کېښود او په نړیواله کچه يې تر ټولو ستر پرليکه شرکت ترې جوړ کړ. د څه باندې ۴۰۰ میلیارده ډالرو بازاري ارزښت په لرلو سره دغه شرکت د پرلیکه پلورلو، فلم تولید او پر ليکه د کمپیوټري ډېټا د خوندي کولو خدمات وړاندې کوي. ما چې د انګليسي ژبې پخوانی استاد دی له ټایمز سره مرکه کې ويلي، تقاعد به د يوه پېر پای نه وي، بلکه د يوه نوي پېر پیل به وي. جک ما چې په دوشنبه ۵۴ کلن کېږي څلوېښت مېلیارده ډالره سوچه پانګه لري چې د فوربس د ۲۰۱۷ د شمېرو له مخې د چين د بډایانو په نوملړ کې درېیم تر ټولو بډای کس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *