دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / علي وزیر: په پارلمان کې هم د پښتونژغورنې غورځنګ ته ژمن یم

علي وزیر: په پارلمان کې هم د پښتونژغورنې غورځنګ ته ژمن یم

له سوېلي وزیرستان قامي اسمبلۍ ته بریالی نوماند علي وزیر وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ به دا پرېکړه کوي چې دی به په پارلمان کې څه رول لري. علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی دی او له خپلې سیمې د خپلواک نوماند په توګه پارلمان ته بریالی شوی دی. نوموړي اسلام اباد کې وویل، چې د پاکستان ټاکنو کې ډېرې رایې ګټونکي پاکستان تحریک انصاف د لومړي وزیر ټاکلو کې د دوی د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره اړیکه ور سره نیولې ده. علي وزیر وايي، دی د پښتونژغورنې غورځنګ غړی دی او په پارلمان کې به د پښتنو له حقوقو دفاع کوي. هغه ټینګار کړی، چې د خپل غورځنګ اساسي کرښو ته ژمن دی او دفاع ترې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *