جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / عمران خان ته دریم واده ستونزمن شوې دی

عمران خان ته دریم واده ستونزمن شوې دی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني کرکټر عمران خان له تېرې یوې اوونۍ په رسنیو کې د ده د واده په اړه پر خپرېدونکو ګنګوسو اخر خوله پرانیسته او ویې ویل چې دا د ده په ضد یو “ناوړه” کمپاین دې او تر شا یې د پخواني وزیراعظم نوازشریف لاس دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې په ورځ خبر خپور کړ چې د ګوند مشر یې د پاکپتن د پیرانو د کورنۍ یوې مېرمنې بشرٰی منیکا ته د واده لپاره وړاندیز کړی خو د هغې د کورنۍ له خوا لا جواب نه دی ورکړل شوی.
بشرٰی منیکا ۴٠ کلنه ده او د پاکپتن له وټو کورنۍ سره تړاو لري. هغې له عمران خان سره د واده وړاندیز تایید کړی، خو وایي له کورنۍ او خپلو اولادونو سره تر مشورې وروسته به پرېکړه وکړي، چې له خان سره واده وکړي که نه.
د عمران خان د واده په اړه لومړی ځل د جنورۍ په ۶مه د پاکستان په انګرېزي ورځپاڼه (دي نیوز) کې خبر خپور شو. په رپوټ کې ویل شوي وو چې عمران خان په لاهور کې خپل دریم واده کړی او نکاح یې هم هغه مفتي سعید ور تړلې ده چې د ده د تېر واده نکاح یې تړلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: