چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / عمران خان د خپلې نوې مېرمنې سره د هغې د عدت پر مهال  نکاح تړلې وه

عمران خان د خپلې نوې مېرمنې سره د هغې د عدت پر مهال  نکاح تړلې وه

د دې نیوز ورځپاڼې وتلی او مشر ژورنالیست عمر چیمه ادعا کوي چې د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان له خپلې نوې مېرمنې بشری منیکا سره د هغې د عدت پر مهال نکاح تړلې وه.

بشری ته د ۲۰۱۷ ز کال د نومبر په ۱۴ خپل خاوند طلاق ورکړی و چې د عدت موده یې د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ پای ته رسېده، خو یاد ژورنالیست وایي چې دواړو د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه، یانې هغه مهال چې د بشری د عدت موده نه وه پوره شوې، نکاح وتړله.

راپور کې عمر چیمه زیاتوي چې د نکاح تصویرونه د فبرورۍ میاشتې په ۱۸ خپاره شول، خو نکاح د جنورۍ په لومړۍ نېټه تړل شوې وه. د بشری د عدت موده د فبرورۍ په ۱۴ پای ته رسېده.

عمر چیمه وایي چې عمران خان له نکاح تړونکي (مفتي سعید) څخه د چوپ پاتې کېدو او رسنیو ته د څه نه ویلو غوښتنه کړې وه.

عمران خان مفتي سعید ته ویلي وو چې د خان عزت ته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا د عمران خان درېیم واده و. هغه له دې وړاندې له جیمایما خان او ریحام خان سره واده کړی او بیا یې هغوی طلاقې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: