د پاکستان د انصاف غورځنګ ګوند مشر عمران خان د دوو ودونو له ناکامۍ وروسته د بشری په نوم له يوې پنځوس کلنې ښځې سره واده وکړ، چې له پخواني خاوند څخه يې هم پنځه بچيان شته. د عمران خان د ګوند مطبوعاتي څانګې رسنيو ته منلې، چې مشر يې درېيم واده کړی او نکاح يې هم د يکشنبې شپه په لاهور کې شوې ده. د انصاف غورځنګ يوه مشر فواد چودهري ويلي، چې د ګوند ټول غړي خپل مشر عمران خان ته د نوي ژوند مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کوي. د انصاف غورځنګ له رسمي ټويټر ادرسه عمران خان او د هغه مېرمن بشری مانيکا ته د واده مبارکي ورکړل شوې او د دغه ټويټ په ځواب کې آغلې بشری ليکلي: «د الله تعالی په فضل وکرم موږ نوی ژوند پيلوو، ستاسې د دعاوو هيله ده.» د انصاف غورځنګ «پي ټي ای» له لوري په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري، چې د مفتي سعيد په نوم د لاهور ښار يوه عالم د عمران خان نکاح تړلې ده. په ټولنیزو شبکو، فیسبوک او ټويټر کې د عمران خان د درېيم واده خبر تر ټولو زيات چلېدونکی خبر دی او د ګوند غړو او پلويانو عمران خان ته د درېيم واده مبارکي ورکړې ده. ځينې پاکستاني رسنيو څه موده وړاندې ويلي و، چې عمران خان درېيم واده کړی، خو د پي ټي ای مبطوعاتي څانګې دغه خبر رد کړی و او ويلي و، چې عمران خان بشری مانيکا ته يوازې د واده پيغام لېږلی، خو تر اوسه يې ورسره واده نه دی کړی. دوی له رسنيو هم غوښتي و، چې واده کول د عمران شخصي چاره ده او د عمران خان له هوکړې او تاييد پرته دې په دې اړه له څرګندونو ډډه وشي، تر څو، چې عمران خان او بشری په خپله د واده پخلی وکړي. عمران خان تر دې وړاندې هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه ناکام شوي وو. نوموړي لومړی واده د جمايما په نوم له يوې برتانوۍ سره کړی، چې د لس کاله شريک ژوند وروسته يې هغې ته طلاق ورکړ او دوهم واده يې په ۲۰۱۴ کال کې له يوې پاکستانۍ خبريالې ريحام خان سره کړی، چې له يو کال وروسته د کورنيو شخړو او د ځينو خپلمنځي تورونو له امله يې دغه واده هم ناکام شو او ريحام خان ته يې طلاق ورکړ.
