چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / پاکستان / عمران خان رسما د لومړي وزارت څوکۍ ته ونومول شو

عمران خان رسما د لومړي وزارت څوکۍ ته ونومول شو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د پارلماني کمېټې په غونډه کې ددغه ګوند مشر عمران خان رسماً د دې هېواد د لومړي وزارت څوکۍ ته ونوماوه. له ټول پاکستان پارلمان ته د پاکستان د تحریک انصاف بریالیو وکیلانو د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په دې تړاو غونډه وکړه چې خپل مشر عمران خان‌ یې په کې په یوه خوله د لومړي وزیر په توګه انتخاب کړ. په دغه غونډه کې د لومړي وزارت لپاره د عمران خان نوم د تحریک انصاف مهم غړي شاه محمود قریشي وړاندیز کړ چې وکیلانو تایید کړ. په پاکستان کې د حکومت جوړولو لپاره یو ګوند په پارلمان کې لږ تر لږه ۱۷۲ څوکیو ته اړتیا لري، خو په ټاکنو کې دا غوڅ اکثریت د تحریک انصاف په ګډون یوه ګوند هم نه دی ترلاسه کړی، خو ډېرې څوکۍ دغه ګوند ګټلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *