پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / پاکستان / عمر زاخیلوال نه پاکستانۍ طیاره کې دوه ځله بیګ ورک شوی دی

عمر زاخیلوال نه پاکستانۍ طیاره کې دوه ځله بیګ ورک شوی دی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال ویلي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د هوایي سفر په مهال یې دوه ځله له سامانه ډک بکس (بېګ) د پاکستان د هوایي کمپنۍ په الوتکه کې ورک شوی دی.

ښاغلي زاخېلوال نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر پوښتنه کړې، چې د سفري بکس په دویم ځل ورکېدل یې هسې یو ناڅاپي کار دی او که هوایي کمپنۍ د کارکوونکو بې غوري ده؟:

“په یوه اوونۍ کې مې د اسلام اباد او کابل تر منځ د پي ای اې په الوتکه کې بکس ورک شي او بیا برتانیې ته ورسېږي. باید ووایم چې زه خو دې کار وځورولم”.

د پي ای اې ویاند مشهود تاجور له وي.او.اې سره په خبرو کې اعتراف وکړ، چې وايي د افغان سفیر سامان په غلطۍ سره بلې الوتکې ته خېژول شوی وو او د الوتکې په را ستنېدو سره به بیرته هغه ته ور وسپارل شي:

“کابل ته چې زموږ کومې الوتکې سهار په پاو کم یوولس بجو پرواز کاوه، په همدې وخت برمنګم ته هم زموږ بلې پرواز کاوه، ځکه نو سامان کابل ته د تلونکې الوتکې پر ځای د برمنګم الوتکې ته خېژول شوی دی”.

د افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال ټویټ ته خلکو سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پي ای اې کمپنۍ باید په دې اړه بخښنه وغواړي. ځینو کسانو دا د استخباراتي معلوماتو د پټولو هڅه بللې او ځینو بیا د طنز په ژبه ویلي چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی ځکه نو کله د کویتي پلاوي “بټوې” غلا کوي او کله د سفیرانو “بکسونه” پټوي.

د پي ای اې ویاند مشهود تاجور وایي، د کابل او برمنګم لپاره د پي ای اې د دوو بېلابېلو پروازونو په الوتکو کې د نورو مسافرو نه، بلکې یواځې د افغان سفیر بکس په تېروتنه سره بدل شوی دی، خو هغه وایي کوم مسافر چې د ده بکس وړی دی، د هغه په ضد به اقدام کوي او پلټنه به کوي چې دا کار یې ولې کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: