نن مازیګر پنځه بجې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان ښارګوټي کې طالبانو او ولسي خلکو د اوربند خوښي لمانځله چې چاودنه پکې شوې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د راکټ مرمۍ د چاودنې له امله شوې، لسو پورې طالبان او ملکي وګړي پکې وژل شوي.
د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې چاودنه زوروره وه او ځای پر ځای شوی ماین یا ځانمرګی و ځکه چاودنه لویه وه او مرګ ژوبله یې هم لوړه یاده کړه.
