دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)احترام محسود

غزل(پښتو ادب برخه)احترام محسود

غزل

ما ده سحرا په يوا لويه حديره اوده که
خدايه ژوند نه غواړم خو ما په خپل رضا اوده که

ده بې ننګې نجس تورونه چې راپوري نشې
ما ده غيرت او ده پښتون په لوئې نعره اوده که

ده ژوندانه مړاوي ډيوي مې دي راوړي دلته
زه کلې نه لرم ما دلته په سحرا اوده که

ډير ګناه ګار يما خو تمه د خلاسې لرمه
خدايه ته ما په لااله الاالله اوده که

ده نفرتونو لوئې مرض مو لا زړو اوباسه نور
پښتانه ټول ده محبت په کليمه اوده که

ده مات وجود ختمې ساه ګانې به مې تن ته راشې
موري ما يو ساعت په غيګه کې نن بيا اوده که

ده بيلتانه ستړي ستومانې ئې راوړي درته
احترام نن ده سپين مړوند په کناره اوده که

احترام محسود نه په مننې سره!

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *