ابن قاسمه!!!
غــــــــــــــزل ــــــــ
دتورو د سر درد ، د سـتـرګـو تــور ، ابن قاسمه!!
کـاږه دي نـظـرونـه سـتـا پـه لــور ، ابن قاسمه!!
لښـکــرې د داهِــر درســره ټــولـې لـولـپـه کـړه!!
پـه خولـه کې لـه حِـجازه راوړه اور ، ابن قاسمه!!
بـچـي د هـر ټـبـر پـه يـوه غـيـږه کې راټـول کـړه!!
وزرې پـرې خـورې کـړه لـکـه مـور ، ابن قاسمه!!
ستـم او بـربـريـت دى پـه وطـن ، کـلـي پـه کـلـي
دېـره دي فـريـادونـه کـور پـه کـور ، ابن قاسمه!!
هر وخت وهي سلګۍ ، ستا د غازيانو لارې څاري
اواز کــړي لــه زنـدانـه يـوه خـور ، ابن قاسمه!!
په زړونو کې مو ستا انقلابي روحيه ژوندۍ شه!!
چې خور کړو په دنيـا د ايـمـان زور ، ابن قاسمه!!
سپيېڅلى مجاهد شه ، هم عمر شه هم خالد شه
په توره له دښمن نه واخلـه پـور ، ابن قاسمه!!
قـلـم به د “حماد ماليار” په سـرو ويـنـو چليـږي
ستا نوم به کړي د زړه په سر انځور ، ابن قاسمه!!
ـــــــــــــــــــــــــــ
شاعر حماد مالیار نه په مننې سره!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com