چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / پښتو ادب / غزل{پښتو ادب برخه}حماد مالیار

غزل{پښتو ادب برخه}حماد مالیار

غزل ـــــــ

خوشبو لونګ، سره منجيله، ټيکرى په سر او منګى
ښايي له پېغلو جينکو سره ګودر او منګى

ډېر تعجب دى چې سنګر په ملاليو ساتو
ډېره ناشنا ده د چېنې په غاړه نــر او منګى

سترګې دې ښکته شه تر کوره ما پرې مه سوځوه
درنه په لاره لاره مات شه کوږ نظر او منګى

يو کې ځوانۍ ماتيږي بل ته د بنګړيو شور وي
په دې معنى څومره توپير لري سنګر او منګى

د چينار سيوري ته شهيدې خور سلګۍ وهلې
په وينو سور يې وو رخسار، تندى ،څادر او منګى

اوبه د مينې مو د ستړي بدن سا وګڼه
لازم ملزوم دي زما زړه ، زما دلبر او منګى

“حماد مالياره” په کراره يې چې يار ته وروړې!!
ستا هم نصيب شه د خوږې مينې کوثر او منګى
ــــــــــــــــــــــــــــــ
حماد ماليار
شنبه / ۲۸ اپرېل /۲۰۱۸ م

شاعر حماد مالیار نه په مننې سره!

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net1@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: