پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)حماد مالیار

غزل(پښتو ادب برخه)حماد مالیار

غزل
ـــــــــــــــــــــــــ

د لمر وړانګې ته ګورم د اسمان په غاړه غاړه
د اوښکو څاڅکې شمارم د ګرېوان په غاړه غاړه

د هيلو سمندر دى ، اميدونه په څپو دي
بس زه ورته ولاړ يمه حيران په غاړه غاړه

شپونکى وم،د لېوه شيطان ضرر مې پام کې نه وو
رمـه مـې څـرېـدله د تـاوان په غاړه غاړه

بل شوى لويې تنور دى ، افغانان پکې سوځيږي
په خوند يې ننداره کړي ټول جهان په غاړه غاړه

په پاڼه د شعرونو او غزل انځورګري وه
يو چا ورته ليکلى وو داستان په غاړه غاړه

اجل يو لويې ګړنګ دى،پرېوتل پکې حتمي دي
دا زه يې ګړندى يمه روان په غاړه غاړه

سورۍ شه د “حماد ماليار” سينه د دين په مينه
سينګار يې شه قطار قطار ګلان په غاړه غاړه
ـــــــــــــــــــــــ
۲۶ اپرېل ۲۰۱۸ م
لعل پوره

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *