دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / پښتو ادب / غزل{پښتو ادب برخه}خالد خراساني

غزل{پښتو ادب برخه}خالد خراساني

غزل
ـــــــــ
یاران په ما د دومره بد ګمانه پورې لاړ
چې غشي یې واپس تر خپل کمانه پورې لاړ

ای عشقه! ستا ګټل بایلل هیڅ نه لري ارزښت
هغه هم بریمن دی، چې میدانه پورې لاړ

دې خاورې به بلا ځوانۍ خوړلې، خو تاریخ
هغه لیکل چې څوک به هندوستانه پورې لاړ

مجنون وه پوره کړې د جنون هره ماده
دا نه چې یو څوک سیل ته بیابانه پورې لاړ

هغه به په درزونو د قالب شي د ځان پوه
که څوک چرته ریښتیا سره د ځانه پورې لاړ

زلمي د سند، پنجاب د ښاریو نازک، نازک
لیلا! په تا پسې د خراسانه پورې لاړ

دا زه ووم چې سر مات مې کړ د یار په تمنا
رقیب خو دغه وو چې د جانانه پورې لاړ

خالدؔ بیا هم د زمکې له فتنو نه شو بې غم
جنون یې که هر څومره د اسمانه پورې لاړ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ادبي جرګې نه په مننې!

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: