یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)خالد خراساني!!!

غزل(پښتو ادب برخه)خالد خراساني!!!

غزل
ـــــــــــــ ـ ـ ـ

چې په لاس کې مې د خپل عشق جیلب دی
بیا هم غواړمه ستا مینه! څه غضب دی

ستا په یاد کې چې له خلکو تنها ناست یم
ګویه تخت د سُلیمان زما منصب دی

فلسفې د جنون ما باندې حرام که
خوب له خوب نه ورځي! دې نه څه مطلب دی

سپین ریښتیا زمونږه دین، مذهب، ایمان دی
دا د سپینو زړونو ژبه ده، مکتب دی

لیونتوب نه دی، جنون کې انتها ده،
شاعري ده، دا زما د قام مذهب دی

په تلي کې راکړي سر خپل، سُرُور راشي
د غیور قوم دښمن څه دی؟ *مغر‌َب دی

کویان کني! د کاروان مخکې روان دي
د خـالـــد بچو ته آل د بولــهـب دی

عجب نه ده! چې خالدؔ دې په لار درومي
خدایه تاته چې راغب دی! منتخب دی

ــ ــ ــ ــ ـــ ــ ــ ــ
خالد خراساني
ـــــــــــــــــــــ
*عربي کې مغرِب ته مغرَب هم ویل کیږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اکتوبر ۱۹۹۶ء (د نوي تخلص سره)
ګورنمنټ هاییر سیکنډري سکول لکَړې
مومندو ایجنسي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخستل غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *