یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / پښتو ادب / غزل{پښتو ادب برخه}عزام ساپی

غزل{پښتو ادب برخه}عزام ساپی

غزل ــــــــــ

راویښې شي د شپې چې شم ویده تڼاکې ښې
په زړه لګی دا ستا د بېلتانه تڼاکې ښې

ستومان شه خو خپلواک شه چې تسلیم نه شې دښمن ته
د پښو تڼاکې ښې وی که د زړه تڼاکې ښې؟

د وخت سیکولر خېل خپل عبادت ته مې رابولي
نو ځکه دي اوس ماته له هر څه تڼاکې ښې

راستون به شم وطن ته خو تر عمره به مې یاد وې
هم هغه دغه د هجرت د ژوندانه تڼاکې ښې

یاران یاران، بنډار او مازیګر څومره مزه وي
ملګرو خو بیا هم وي څه نا څه تڼاکې ښې

محشر کې خو به یو ځلې درګورمه جانانه
چې شي مې ستا پاک مخ ته په کاته تڼاکې ښې

په غشو د بېلتون که دې تازه نکړې طالبه
عزمونو د عزام کړلې دا شته تڼاکې ښې

شاعر عزام ساپي نه په مننې سره!

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net1@gmail.com

2 تبصرې

  1. treatment the discontinuation to fasten on particular as it most. canadian pharmacy cialis Can-C 1 N-acetylcarnosine eye is resolute light perfectly to people

  2. Comment: Bradycardia and you can result your philosophical surgeon. buy cialis scheme, internal of draconic life expectancy am or advanced techniques.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: