بوای فرینډ
ــــــــــــــــــ
زما ګمان وو چې په مثل د ورور بوای فرینډ دی
خو اوس د نجونو سره هم په هر لور بوای فرینډ دی
پلار یې ساده دی! دا د خپل بچي ملګری ګڼي
څنګ کې روان د زوی سره یې د خور بوای فرینډ دی
د “اسټیفن¹” ایجاد هم دا “اسلام اباد²” وښودو
د ګل خانانو³، خیاطانو⁴ شعور بوای فرینډ دی
ملا صاحبه! د نکاح کیسې دې پرېږده نورې
هسې ضیاع د مال او وخت ده بس! نور بوای فرینډ دی
زویه دا نیمه شپه مو کور ته څوک مېلمه رادرومي؟
زوی یې ویل مورې دا خو ستا د اینګور بوای فرینډ دی
زاهد ساپي د جینکو مینه سنت ګڼي تل
ځکه د خپلو ماشومانو د مور بوای فرینډ دی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپي
۱۸/مارچ/۲۰۱۸
کونړ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
¹ مشهور ملحد ساينسپوه چې تېرو لنډو ورځو کې مړ شو
² اسلام اباد کې د لادینه انجونو مشهوره مظاهره
³ په پاکستان کې پنجاب پلوي پښتانه
⁴ په افغانستان کې امریکا پلوي پښتانه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ