دوشنبه , جون 1 2020
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)ډاکټر دیدار یوسفزی

غزل(پښتو ادب برخه)ډاکټر دیدار یوسفزی

غزل ـــــــ

څادر مــــو چا سېزلے؟ چا شړۍ پۀ کــــراچۍ کښې؟
ملګــــرو دا تپوس کــــوو راځئ ، پۀ کــــراچۍ کښې

دا څوک وو چې نقاب ئې وۀ پۀ نمر باندې خور کړے
دا څوک وو چې وژله ئې سپوږمۍ پۀ کـراچۍ کښې

چــا لاس وو پړقــولــی؟ او چا “سـوک” وۀ سنډولے؟
چا اور ته وو سـپارلی یوه “مۍ” پۀ کــراچۍ کښې؟

زمــــــــــونږه اوښکـــــــو کـــــــــړی جنازې د ګلابونو
زمــــــونږ ســــپرلی وهلی تل ږلۍ پۀ کــراچۍ کښې

بې څوکـــه بې تپوسه ووم چا مـړ کړمه چا ښخ کړم
چا واخستې زمــــــا پۀ سر روپۍ پۀ کـــراچۍ کښې

زمـــــــــــا پۀ وینه ګــــــــــــرم شــــــی بازار د دلالانو
زمــــــا پۀ سینه یخه شی ګـــولۍ پۀ کـــراچۍ کښې

دیداره د رڼا پۀ ښار کښې څومـــــــره بې حســــی وه
هیچا نۀ اورېدې زمــــــا ســـــلګۍ پۀ کــــراچۍ کښې

#یادونه

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: