پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / پښتو ادب / غزل/أقصى ته د زړه په وينو/حماد مالیار

غزل/أقصى ته د زړه په وينو/حماد مالیار

غزل

ـــــــــ

نن د عمر پشان ، أمير المٶمنين نشته دى
رِچرډ، رينالډ¹ شته،خو سلطان صلاح الدين نشته دى

لکه لېوان ټول اخته شوي ، د يو بل په قتل
سرو يهوديانو ته وزګـار مجـاهـديـن نشته دى

د دې شيخانو ² چې أقصى ته نظر نه رسيږي
زما په خيال د دوي لاسونو کې دوربين نشته دى

دا نړيوال هسې په خوله امن ته لاپې وهي
نور د آدم په دې بچو کې څوک امين نشته دى

ټرمپه!! وحـشـت او فـرعـونيت دې انتـهـا نه لري
ټرمپه!! په ځمکه باندې ستا نه لويې لعين نشته دى

أقصى چې بيا د يهوديانو له پنجو خلاصه کړي
په دې غافل امت مې بيا داسې يقين نشته دى

مـسـت انـقـلاب ، غـږ د جـهـاد او غـورځنګونه نشته
غشي لينده ، زغره نېزه ، توره او زين نشته دى

حماد مالياره!! د غفلت تـورو لـمـبـو تورې کړې
د تاريخ پاڼو کې د ګوتې ځايې هم سپين نشته دى
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
¹ د ايوبي د وخت د فلسطين او ټريپولي صليبي قومندانان.
² د اسلامي امت علماء او أُمراء

شاعر حماد مالیار نه په مننې سره!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews.net1@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *