شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / پښتو ادب / غزل/د ورکې لارې لاروی/علي حسان مومند

غزل/د ورکې لارې لاروی/علي حسان مومند

غزل
ـــــــ

د ورکې لارې هغه ورک شان لاروی یمه زه
د بل په خوله نه ځم پخپله سم سړی یمه زه

شاید چې زه به تاته ښکارم لېونی غوندې خو
په غرونو ګرځم له پخوا نه غرڅنی یمه زه

چې پاني پت کې د اغیارو ککرۍ ماتې کړی
ګوره د هغه احمد شاه بابا بچی یمه زه

زما له خیال چرته وځي ها پخواني وختونه
تا به چې ویل په مینه “ګرانه ستا زړګی یمه زه”

اغیاره ډېر لرم ملګري چې پرې ویاړمه زه
دوی ته یم تېر له سره تاته که پردی یمه زه

راځه راځه چې په نصیب کې مې هم ته وختې
د جانان غمه ستا د لاسه لیونی یمه زه

ما چې قدم ایښی په دې سپېڅلې لار د جهاد
شوم ترهګر هم ستا په خیال کې بهرنی یمه زه

عالمه راشئ نظرماتي له نظر پری مات کړۍ
حسان مومند یم سپېلنی او هم لوګی یمه زه

شاعر علي حسان مومند نه په مننې سره!

#يادونه

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net1@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: