پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / پښتو ادب / غزل/د وطن خرڅونکي/عبدالمجید جواد

غزل/د وطن خرڅونکي/عبدالمجید جواد

غزل
ـــــــــ
چـــا پـــه ښـکاره او چا په غلا خرڅه کړه
د وطـــن خـــاوره مــو هـر چا خرڅه کړه

چـــا یې ایــران ســـره ســـودا کـــړېده
چـا په پنـجاب روس امـــریکا خرڅه کړه

چا کړه سرتوره چا ترې شال خــــرڅ کړی
چــا یې ښایست چــا یې ښکلا خرڅه کړه

بـعـضـې د هـغــو په فـتـــوا روان دي
چــې عـقـیـده یې په حــلــوا خـرڅه کړه

چا ترې قربان کړل سر و مال او هــر څه
چــا کـلـمـه د لا اله… خـــرڅــه کــړه

پـه خـپـلـو ستـرګـو مـې لـیدلی یو څوک
جېب یې کړو ډک بیا یې فتوا خرڅه کړه

مــا ویــل د مینې بــه مــې قــــدر کوي
خـــو ظــالــم مینه په ریښتیا خرڅه کړه

زه خــبـر نه یـــم او ســـــــودا مې شوې
چــا مـــې جــذبـه څومره وړیا خرڅه کړه

“جــــــواد” بدرنــګ کلي کې ژوند نه کوم
ولـــور یې واخست لور مـــلا خــــرڅه کړه

شاعر عبدالمجید( جواد)نه په مننې سره!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net1@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *