پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / پښتو ادب / غزل ــ د یار له لورې خط راغلی ــ خالد خراساني

غزل ــ د یار له لورې خط راغلی ــ خالد خراساني

غزل/
چې مې د یار له لورې خـــــــ¹ــط راغلی
دا به له زړه وي که په خــــــ²ـــط راغلی

کوچنۍ کوچنۍ هیلې مې پېغلې شولې
په مخ د مړاوي امید خــــــــ³ــط راغلی

مـمکـن! چې وسـوزي وزرې پــــــــــــکې
د جنون مخې له سور خـــــــ⁴ــط راغلی

که لیلا وګـــــــــــــټم که ما وګــــــــــټي
نشته تاوان چې شیر که خـــ⁵ــط راغلی

د چا لـــــــمــنې پتــــــلون وخـــــــوړلې
د چا د پښو نه لاندې خــــــــ⁶ــط راغلی

چا چې مــــــنزل د ژوند هـــدف ګـــڼلی
په سربازانو کې سرخـــــــــــ⁷ــط راغلی

چـــېرته چې خـپل وي د ټوپک په زخـه
خالؔد په شا له هغه خـــــــــــ⁸ــط راغلی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر خالدؔ خراساني نه مننې!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

① مکتوب، لیک ②خطا ③ږیره ④سره کرښه، خطر ⑤بایلل، پچه ګټل بایلل ⑥کمیص ⑦عنوان، سرلیک ⑧جنګي صف، د جګړې د محدودیت کرښه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *