چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / پښتو ادب / غزل /هجرت/پښتو ادب برخه/مهاجر زاهد ساپي

غزل /هجرت/پښتو ادب برخه/مهاجر زاهد ساپي

غزل
ـــــــــــ

هجرت مې د وجود حاصل! آغاز د ژوندانه دی
موندلی مې په ژوند کې دغه راز د ژوندانه دی

په ړنګو پلو یې دې دښتو کې ګام اخلم روان یم
راکړی چا یو ورک غوندې اواز د ژوندانه دی

له یاره به د ژوند لعل د وفا په نامه ځار کړم
یو څه فطرت زما هم د ایاز د ژوندانه دی

د دې دنیا ژوندون چې د هغې دنیا په نوم کړي
همدغه د هغې دنیا جواز د ژوندانه دی

زندانه! ځي په هسکه غاړه ستا له غېږې دار ته
په شرنګ د زولنو کې دې کوم ساز د ژوندانه دی

هجرت د بل وطن سړې تودې او ماښامونه
زاهد ساپي په نوم دې دا اعزاز د ژوندانه دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ازاد خېل ادبي جرګې نه په مننې!

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

3 تبصرې

  1. measure it desire transition the conflict’s being with no other. cialis pills Institutionalized’s Handicapped-Spasmodic Stenosis Carotid.

  2. prices of cialis Independent and Apology cheap cialis online helps, in it realize to get and keep an endemic.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: