سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غزني ولایت کې معدنیات د پاکستانۍ انجیرانو له لوري غلا کیږي

غزني ولایت کې معدنیات د پاکستانۍ انجیرانو له لوري غلا کیږي

د غزني د ولایتي شورا غړي امان الله کامراني ویلي، چې وسله وال طالبان ددغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د زرکشان کان د پاکستاني انجنیرانو په مرسته استخراجوي. دده په خبره طالبانو له پاکستان پرمختللي ماشینونه راوړي دي او په دغه کان کې یې ځای پر ځای کړي دي. کامراني زیاتوي، طالبان ددغه کان ډبرې وباسي او بیا یې پاکستان ته قاچاقوي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې یوازې په مقر ولسوالۍ کې نه بلکې، ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د قیمتي ډبرو او نورو کیمیاوي موادو کانونه د پاکستاني انجنیرانو په مرسته د طالبانو له لوري استخراجېږي. هغه د بېلګې په توګه په زنخان ولسوالۍ کې د ځینو کانونو نومونه یاد کړي دي، چې د طالبانو له لوري استخراجېږي او پر پاکستان پلورل کېږي. دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت ورته ادعا کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ویلي، چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې مهم کانونه د طالبانو له لوري استخراجېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: