د غزني چارواکي وايي چې کومانډو ځواکونو د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول وژلى دى. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل چې تيره شپه د ملي اردو کومانډو ځواکونو د غزني ښار د قلعه امير محمد خان په سيمه کې عمليات کړي دي. هغه وايي چې په دې عملياتو کې د کومانډو ځواکونو له لوري د امنيې قوماندانۍ د تعميراتو مسوول ميرزاګل هم وژل شوى دى. د نوري په وينا پېښه تر څيړنو لاندې ده، ځکه په دې سيمه کې وسله والو کسانو هم شتون درلوده. د يادونې وړ ده چې دا مهال د غزني ښار په بيلابيلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي.
