پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / غزني ولایت کې ۱۸ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

غزني ولایت کې ۱۸ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

د غزني ولایت په دوه ولسوالیو باندې د طالبانو په بریدونو کې اتلس افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د ولایتي شورا غړي محمد فقیري ویلي چې شپږ تنه په جغتو ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د زنه خان ولسوالۍ ولسوال بیا دغې ولسوالۍ کې د دولس امنیتي ځواکونو وژل کېدل تاییدوي.
دغه بریدونه بېګا د شپې شاوخوا یوه بجه شوي دي.
چارواکو په ځوابي برید کې طالبانو ته هم د مرګ-ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
بل خوا، نن سهار د غور ولایت د یوې ولسوالۍ د سقوط په اړه هم راپورونه ورکول شول. طالبان وایي چې ولسوالۍ یې نیولې، خو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې پرون فراه ولایت باندې طالبانو بریدونه وکړل او د ولایت مرکز کې یې یو شمېر دولتي ودانۍ د لږ وخت له پاره ونیولې.
دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ-ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو په الخندق عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته د مرګ-ژوبلې اوښتو کچه لوړه شوې ده. څو ورځې وړاندې زابل کې دوه ویشت امنیتي ځواکونه وژل شوي وو او له دې وړاندې بیا فراه کې د پنځه څلوېښت ځواکونو د وژنې په اړه راپور ورکول شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *