سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / غزني کې د اندړو ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

غزني کې د اندړو ولسوالۍ د سقوط سره مخ ده

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د اندړو ولسوالي له تېرو پنځو ورځو را هیسي د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده. چارواکي دغه راز وایي، چې طالبانو پر یاده ولسوالي ټولې مواصلاتي لارې هم تړلي دي، چې هلته یې د خلکو ژوند له کړاونو سره مخ کړی دی. د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم وویل، چې که چیرته مرکزي حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي، نو لرې نه ده چې یاده وسلوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي. هغه وایي، طالبانو د ولسوالۍ له شاوخوا کلیو ملکیان ایستلي او د هغوی په کورونو کې یې ځانونو ته مورچلې جوړې کړې دي. بلخوا د غزني امنیه قومندان محمد زمان دا نه مني چې ګنې یاده ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده، خو وایي چې پر یادې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ټولې لارې بندې کړې دي او که چیرته برید وکړي دوی یې ځواب ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده چې د غزني پر امنیه قومندان له ډېر وخته را هیسې دا تور دی، چې حتی د غزني ښار په منځ کې د امنیتي حوزو له حاله خبر نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: