یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غزني کې د دوه قبېلو له جګړي له امله د یوی کورنۍ درې غړي وژل شوي دي

غزني کې د دوه قبېلو له جګړي له امله د یوی کورنۍ درې غړي وژل شوي دي

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هزاره او پښتنو تر منځ د نښتې له امله د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي، چې په غبرګون کې يې لاریون کوونکو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې ده. د قره باغ ولسوالۍ د نیختي هزاره مېشتي سیمې اوسېدونکو د شیر اباد پښتنو مېشته سیمه کې د ابراهيم په نامه د یو تن پر کور برید کړی چې درې تنه يې وژلي، دوه يې ټپیان کړي او دوه يې له ځان سره ژوندي وړي دي. په سیمه کې د نن ټکی اسیا ځايي خبریال وايي، چې د دې دوو سیمو تر منځ تر دې وړاندې هم جنجالونه رامنځته شوي دي چې د غزني والي عبدالکریم متین هم څو ورځې وړاندې په همدې خاطر یادو سیمو ته سفر وکړ. لاریون کوونکي چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، حکومتي چارواکي په دې برخه کې ملامت بولي. د غزني د یادې ولسوالۍ اوسېدنکی قدرت الله ځلاند د غزني والي پر دې ملامتوي چې پخپل سفر کې يې پښتانه وګواښل. هغه لیکلي چې والي له هزاره ګانو سره «کباب پلو نوش جان کړ، خو پښتانه طالبانو سره په تړاو د ډوډۍ په ورکولو تهدید او تحقیر کړل.» لاریون کوونکي په دې قضیه کې حکومت ښکېل بولي او د خپلو وژل شویو کسانو مسوولین ځايي چارواکي بولي. د یادې ولسوالۍ ځينو مدني فعالانو خپل ولایتي او په پارلماني استازي ملامت کړي، چې د دې لانجې د حل لپاره يې څه نه دي کړي او ان تشویق يې کړي دي چې وسلې به پرې ووېشل شي او جګړه دې وکړي. د امین ابراهیمزوی په نامه یو تن مدني فعال هزاره قوم اړوند لیکي چې ولایتي شورا وکیلانو يې جګړې ته لا هڅولي دي: « د غزني په یو جومات کې د نیختي سره د همدردۍ غونډه وه د ولایتي شورا وکیلانو خپلو خلګو ته وویل چې چاته عذر زارۍ مه کوئ موږ سلاح درکوو او تاسو لس شل نفره ووژنئ.» نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون کړی و. دوی دعوه کوله چې ملي اردو، پولیس او اربکیان يې له دوکاندرانو بې پیسو سودا وړي او د خلکو موټرسایکلونه په زور تر خپلو پوستو وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: