یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غزني کې په وسلوالو چاودنه شوې ده

غزني کې په وسلوالو چاودنه شوې ده

غزني ولایت د اندړ ولسوالی په یوه جومات کې د وسله والو په منځ د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي.
په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر د قول اردو وایي، د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د اسماعیل کابلي په جومات کې پر وسله والو ترهګرو خپل ماین چاودنه کړې ۱۱ تنه یې وژلي دي.
سرچینه زیاتوي، د افغان پوځ د ماین پاکوونکو ټیمونو لخوا د خوست، غزني او لوګر ولایتونو په مربوطاتو کې ۲۴ کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړل شويدي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه څه نه دي ویلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: