کورنیو چارو وزارت وايي، د خان ولي په نوم دغه پاکستانی وګړی د بلوچستان مرکز کوېټې ښار ګلستان سیمې اوسیدونکی دی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د خان ولي په نوم دغه کس هوډ درلود چې د غزني اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په لارښوونه ځانمرګی برید وکړي خو د غزني ښار دریمې حوزې مربوطاتو کې پولیس ونیوو.
سرچېنه لیکي، خان ولي له دوو کلونو راهېسې له مولوي یاسین څخه د جامع فاروقیه مدرسه کې دیني زدکړې کړي دي.
