دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / غزه کې په اسراییلي ګولیو لږ تر لږه پنځه لاريون کونکي وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپیان دي.

غزه کې په اسراییلي ګولیو لږ تر لږه پنځه لاريون کونکي وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپیان دي.

د لاریون کوونکو شمېر زرګونو تنو ته رسېږي

په غزه کې په زرګونو فلسطینیانو د اسراییلو د پولې په لور په یوه شپږ اونیز لاریون پیل کړی.

د فلسطیني روغتیا وزارت په وینا د اسراییلي ګولیو له لاسه لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپیان دي.

د اسراییلو پوځ بیا وایي چې په شپږو سیمو کې بلواوې روانې دي او دوی پرې ډزې کړي.

فلسطینیانو پولې ته نږدې پنځه پنډغالي درولي او د (بېرته ستنېدو ستر لاریون) نوم یې ورکړی.

د اسراییلو پوځ وایي چې د ۱۷ زرو شاوخوا فلسطینیان په پنځو سیمو کې له اسراییلو سره په پوله راغونډ شوي دي.

دوی تایید کړې چې د راټولو شویو کسانو په لور یې ډزې کړې دي. د اسراییلي پوځ په وینا دغو لاریون کوونکو ټایرونه سوځولي، د اور او تیلو بوتل او ډبرې پر پولې ولي.

فلسطیني روغتیایي چارواکي وایي د جمعې ورځې له لاریون پیلېدو مخکې ۲۷ کلن کروندګر عمر سمور د اسراییلو د ټانک په ګولۍ په خان یونس سیمه کې ولګېد. بل کس ټپی دی.

حماس ډله وایي اسراییلو د عمر په وژلو غوښتل فلسطینیان ووېروي چې په دغه لاریون کې له ګډون لاس واخلي.

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه لاریون کوونکو ته ویلي چې د فلسطین یو انچ ځمکه به هم له لاسه ورنکړي.

اسراییل څه وایي؟

اسراییلو د غزې پر پوله داسې سیمې جوړې کړې چې د عامو وګړو ورتګ باندې یې بندیز لګولی. او په سیمه کې یې د خپلو پوځیانو شمېر دوه برابره زیات کړی.

اسراییل وېره لري چې دغه لاریون به په داسې ټولیز خوځښت بدل شي چې له پولې به د خلکو د اوښتو لامل وګرځي.

دوی په خان یونس سیمه کې د اسراییلو د ټانک ګولیو دفاع کړې او ویلي یې دي چې په سیمه کې دوو شکمنو کسانو پر پوله د اوښتو هڅه کوله چې دوی ګولۍ پرې وورولې.

د اسراییلو دفاع وزیر په غیر معمولي توګه په عربي ژبه ټویټ وکړ او حماس یې په دې تورن کړ چې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

لاریون د څه لپاره دی؟

فلسطینیانو د اسراییلو له پولې سره پنځه پنډغالي درولي چې له بیت هنون په شمال کې پیل کېږي او تر رفاه له مصر سره پولې ته رسېږي.

دغه لاریون د (ورستنېدو ستر لاریون) نومېږي او نن پیل شو، دا د هغې ورځې په یاد دی چې چې په ۱۹۷۶ کې اسراییلي پوځیانو په ناقانونه ډول د ځمکې د غصبولو له امله شپږ فلسطینیان پکې ووژل.

دا لاریونونه د مې په ۱۵ پای مومي او فلسطینیانو د (نکبا) یا (تباهۍ) نوم ورکړی چې په ۱۹۴۸ کې د اسراییلو د دولت د جوړېدو له امله په سلګونو زره فلسطینیان له خپلو مېنو په زور شړل شوي.

فلسطینیان تل د خپل حق غوښتنه کوي چې بېرته اسراییلو ته ستانه شي، خو اسراییل وایي د فلسطینیانو راتلونکی په غزه او لویدیځه غاړه کې دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: