یکشنبه , مې 31 2020
کور / پښتو ادب / غـــــزل(پښتو ادب برخه)همت بــــــدري

غـــــزل(پښتو ادب برخه)همت بــــــدري

غــــــــزل ــــــــ

مغرور دي له اسلام.سره ډغرې وهي خاندي
کړه سیند نه نور دظلم برج نسکور ابن قاسمه

حجاج بن یوسف ته داسي وایه وا مغروره
سلګۍ دمظلومانو واروه نور ابن قاسمه

یوځل بیاراښکاره شه دظالم سرته عذاب شه
پرې پاتې دمظلوم دوینو پور ابـن قاسمه

پیغام دامن راوړه توغ دامن په لاس واخله
دفتحې په نېلي بیاراشه سپور ابن قاسمه

په بېړه بېړه راشه دزخمي زړونو درمانه
رازه چه مو ټپونه شول ناسور ابن قاسمه

کلي دخلاسون راوړه د داهروحشي زندان ته
ترې خلاس کړه خپل مظلوم ولس په زور ابن قاسمه

بیا ستاپه پله قدم ګدي شازلمي پرمخ روان دي
نقـشـه به کړي بـدله د لا هور ابن قاسمه

نه بل کوم غزنوي شته اونه بل کوم احمدشاه شته
نو څوک به سومنات کړي بیا نسکورابن قاسمه

هندي پړانګان راتاو دي دهمت دزړه کشمیرنه
ورپټه کړه سپېـره خوله یې په ګور ابن قاسمه

شاعر همت بدري نه په مننې سره!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: