چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې.

له سپینې ماڼۍ د جنورۍ په ۱۶مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ټیلیفوني خبرې د هغو خبرو دوام دی چې تېره میاشت د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله سره درلودې.

د سرچینې په خبره، دواړو لورو د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابه په اړه هم خبرې کړې کړې دي:

“مایک پنس په ټینګار له افغان حکومت څخه ملاتړ کړی چې د بلخ له مستغفي والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي.”

دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د ليرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ تر راپورته شوي کړکېچ وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: