پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / غوڅ ملاتړ ماموریت: سلګونه افغان کومانډو ځواکونه عملیاتو ته چمتو شوي دي

غوڅ ملاتړ ماموریت: سلګونه افغان کومانډو ځواکونه عملیاتو ته چمتو شوي دي

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د افغان پوځ اړوند سلګونه تازه دمي او روزل شوي کومانډو ځواکونه په عملیاتو کې ګډون ته چمتو شوي دي. په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې تېره اوونۍ د افغان پوځ د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه ۶۱۹ تازه دمي او روزل شوي کومانډو ځواکونه فارغ شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د افغان پوځ د امنیتي پلان سره سم د ۲۰۱۷ میلادي کال له اګسټ میاشتې څخه تر اوسه ۳ زره کوماڼدو ځواکونه د ځانګړو عملیاتو له قول نه فارغ شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د روان کال په مي میاشت کې به کابو زر نور کوماڼدو ځواکونه هم فارغ شي. د راپور له مخې، د افغان پوځ تازه دمې ځواکونه د ۱۴ اوونیو په موده کې تر روزنې او ارزونې وروسته فارغ شوي او ټاکل شوې چې په لنډه موده کې خپل ماموریتونه پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې نن سیګار یو راپور خپور کړ او پکې ویلي یې و، چې سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو په شمیر کې تر لس سلنې پورې کمښت راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *