جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / فاریاب ولایت کې وسله واله نښته شوې ده

فاریاب ولایت کې وسله واله نښته شوې ده

د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالی کې د یوې نښتې پر مهال امنیتي ځواکونو او د دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د دولت ضد وسله والو سه شنبې شپه شاوخوا ۹ بجې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر ۲ بجې پورې یې دوام درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ وسله والو وژل شوي چې پکې د طالبانو د نومول شوی ولسوال یوه ساتونکي هم شامل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه نښته کې د دولت ضد ۱۰ وسله وال ټپيان هم شوي.

د شاهین قول اردو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نښته په ترڅ کې د ملي پولیسو دوه سرتېري هم شهیدان شوي او دوه ولسي پاڅونوال ټپیان دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *